له القاعده سره د ایران له لوری مرسته کومه نوی خبره نه ده
سلام خان سلام خان

د امریکا متحده ایالاتو د مالیي وزارت د القاعدي پر شپږو غړو چي په ایران، عراق، پاکستان، قطر او کويټ کي اوسیږي مالي بندیزونه لګولي. د مالي وزارت ويلي چي د دغو کسانو مشري عبدالعزیز خلیل کوي چي د القاعدي لپاره د منځني ختیځ څخه آسیا ته د پیسو او کسانو په لیږلو کي اساسي رول لري ،د هغو کسانو په منځ کې چې پرون د امریکا له لوري پرې بندیز ولګېد عزالدین عبدالعزیز خلیل هم شامل دی چې د امریکا د خزانې د وزارت په وینا په ایران کې مېشت دی او د ایران د حکومت او القاعده ترمنځ د معاملې پراساس د القاعده لپاره فعالیت کوي ،د امریکا د خزانې وزات په وینا خلیل له ۲۰۰۵ څخه په ایران کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې.دی له منځني ختیځ او د نړۍ له نورو هیوادونو څخه پیسې او جګړه مار ایران ته ورغواړي او له هغه ځایه یې افغانستان، پاکستان او عراق ته استوي ،امریکايي چارواکي وايي چې خلیل د خلیج د سیمې له هیوادونو پیسې راټولوي او په پاکستان کې د القاعده د هر جګړه مار د استخدامولو لپاره لس زره ډالرو ته اړتیا لري د دغي بیاني په حواله خلیل چي د سوري تابعیت لري د ایران د دولت او د القاعدي تر منځ د یو تړون وروسته د ۲۰۰۵ کال راهیسي فعالیت کوي.

د امریکا د ماليي وزارت لخواد خپري شوي خبرپاڼي په اساس، ایران په ننۍ نړۍ کي د ترهګرۍ تر ټولو لوي مالي مرسته کوونکي هیواد بلل شوي دې،دغه نوي بیانیه په داسي حال کي خپریږي چي تر دي وړاندي د امریکا پخواني د دفاع وزیر، روبرټ ګیټس، او د هغه ځای ناستي، لیون پینیټا، ویلي وه چي ایران په عراق کی د شعیه ډلو سره د سلاح ګانو مرستي کوي ترڅو په عراق کي امریکایي پوځیان تر بریدونو لاندي ونیسي .

همداراز په ایران دا تورونه هم دي چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو سره مرستي کوي ،د جولای د میاشتي په سر کي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو لوي درستیز، مایک مولن، ویلي وو چي ایران په ډیره مستقیمه توګه د شعیه افراطیانو سره مرستي کوي. هغه زیاته کړي وه چي دغه افرطیان بیا د امریکایي سرتیري وژني ،دوه ورځی وړاندي د امریکا متحده ایالاتو د پوځونو د مشر په توګه نومول شوي، جنرال مارتین ډیمپسي، ایران ته خبرداری ورکړی وو چی د اتومي سلاح ګانو د تعقیب او په عراق کی د بریدونو د ملاتړ څخه لاس په سرشي ، هغه زیاته کړی وه چی دا کار کیدای شې د ځان سره داسی پایلی ولری چی تر مخه یی اټکل نه شی کیدای .

جنرال مارټین ډیمپسې  چې جمهوررئیس براک اوباما د امریکا د اردو تر ټولو د لوړ پوړي صاحب منصب په توګه ټاکلی، تهران ته خبرداری ورکړ چې د امریکا هغه عزم او اراده دې بې اهمیته نه بولي چې په عراق کی په امریکایي قواو باندې په حملو کي چې ایران کوم نقش لوبوي، د هغه په مقابل کي به امریکا څه نه وایي.

هغه د امریکا د مشرانو د جرګې یوې کمیټې ته په استماعیه غونډه کې وویل چې دا خبره چی ایران اټومي وسلې جوړوي او له بلي خوا د عراق په جنوب کي پارونکي فعالیتونه کوي، ددې امکانات زیاتوي  چې ایران به شاید د امریکا د پاخه عزم په باب سخته غلطي کوي ،دغه جنرال پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي د عراق په جنوب کی د ایران له خوا د شیعه ملیشو وسله وال کول به چي په امریکایي قواو باندي حملې کوي، شاید داسي طرح شوي وي چی "د بیروت په شان" د ډله ایزو تلفاتو سبب شي ،هغه په ١٩٨٣ کال کي په لبنان کي د سمندري قواو په بارکونو باندي د ځان مرګو حملې ته اشاره کوله. په دې حمله کي ٢۴١ امریکایي عسکر ووژل سول او ددې سبب شو چي امریکایان د لبنان نه ووځي. (جنرال ډیمپسې ) وویل چي ایران غواړي دې ته ورته پیغام خپور کړي او ووایي چي امریکا یې د عراق نه وایستله

د «وال ستریت ژورنال» ورځپاڼي څو ورځی وړاندی  یو رپورت خپور کړی وو چي په کي وویل شوي چي د ایران استخباراتی سازمان اوس افغانستان او عراق کي خپلو د امریکا ضد ملګرو ته مهمات رسوي ،دغي ورځپاڼي د ځینو امریکایي چارواکو له خولي چي نوم یي نه دی بربنډ شوي لیکي چي د ایران استخباراتي شبکي، په افغانستان او عراق کي خپلو ملګرو ته داسي راکټونه او چاودیدونکي مواد ورکړي چي عراقي او افغان جنګیالیو یي د استمال سره امریکایی سرتیر وژلي دي ،په راپور کي همدا راز د امریکایي چارواکو له خولي راغلي چي ایران افغاني طالبانو ته د لري لاري راکتونه هم ورکړي دی ،وال ستریت لیکیي چي دغو راکتونو، طالبانو او عراقي جنګیالیو ته دا امکان ورکړي چي امریکایی سرتیري له لري لاري څخه په نښه کړي .

یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې له القاعده سره د ایران  مرسته  کومه نوی خبره نه ده  او یو شمیر بیا دا وايي چې احتمالا ایران له القاعده څخه د امریکا پرضد د یوې وسیلي په توګه کار اخلي ،پر دې مسئلې باندی لا د جورج بوش  د جمهوري ریاست په دوره کې شک و خو اوس داسې ښکاري چې دا شکونه په یقین بدل شوي دي ،وشنګ حسین یاري چې   د کاناډا د  سیاسي علومو د سلطنتي پوهنتون استاد دی  په دې اړه چې ولې د ولسمشر اوباما د واکمني په موده کې د ایران او القاعده د پټو اړیکو په اړه خبرې  کېږي  او اوس یې  ولې تازه بڼه غوره کړه؟ وايي ،هغه څه چې نن مطرح کېږي احتمالا له دې پلوه نوې بڼه غوره کوي چې  یو شمېر نومونه  اعلان شوي . یعنې دا چې امریکا ظاهراً دا کسان پېژندلي  او دا مسئله چې ایران  له  عربي هېوادونو څخه  د القاعده شبکې  لپاره د مالي مرستو د رسولو د یوې لارې په توګه بلل کېږي ظاهراً امریکا اوس داسې معلومات تر لاسه کړي دي. د ولسمشر بوش په وخت کې شک او ګومان و، خو اوس داسې ښکاري چې امریکایان په دې اړه  یقین ته رسیدلي دي ،̋بله خوا ایران په دې توګه غواړي په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دايمي پوځي اډو د جوړولو په مخ کی خنډونه جوړ کړي .پای 


July 30th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات